IQNA

 د ا ردن د میرمنو د قرآن نړیوالو سیالیو  د اتلسم پړاؤ کار پیل شو(انځورونه)

16:42 - February 19, 2024
د خبر لمبر: 3488747
ایکنا- د اردن د میرمنو د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو اتلسم پړاؤ  پرون ددغه هیواد د اوقافو وزیر په وینا سره پيل شو. په دغه پړاؤ کې  د ۳۹هیوادونو ۴۱نمایندګان پخپلو کې سره سیالۍ کوي.

ایکنا نیوز د اردن خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د اردن د  اوقافو او اسلامی  چارو  وزیر محمد الخلایله ددغه هیواد دمیرمنو د قراڼ د قرآئت او حفظ دنړیوالو سیالیو  اتلمس پړاؤ افتتاح کړ او په دغو دستورو کې ئې پخپلې وینا کې ووئیل،  دغه سیالۍ  چې د ۳۹اسلامی او عربی هیوادونو  څخه ۴۱ګډون کونکي پکې پخپلو کې سره سیالي کوي، د قرآن کریم ، حفظ، تلاؤت، زده کولو او  تعلیم ورکولو ته په پام کې د اردن مخکښ رول  نندار ې ته وړاندې کوي.

هغه  دقرآن کریم د حفظ او درک کولو لپاره د انګیزې په رامینځةکولو کې ددغو سیالیو  په اهمیّت ټينګار وکړ او وې وئيل،مونږ په اوسنۍ نړۍ کې باید په قرآن سره چې مونږ په ترټولو سمو لارو هدایتوي او مونږ ته رازده کوي چې  څرنګه کار وکړو، څرنګه فکر وکړو،  او پخپل ژوند کې  د بریالیتوب لارې تعقیب کړو،ډیره اړتیا ورته لرو.

همداراز ددغه وزارت  د میرمنو د چارو  مدیرې  لمیس الهزیم  هم پخپلې وینا کې ووئيل،  د هاشمي اردن د هلکانو او انجونو د قرآن کریم د قرائت  او حفظ سیالۍ دی چې په ۱۹۹۳کال کې پیل شوي  او تر اوسه پورې  پکې دیرش زره هلکانو او انجونو ګډون کړی دی.

هغې ووئيل، دغه سیالۍ  چې د اردن د پاچا دوهم عبدالل او ملکې  رانیه آل عبدالله  له ملاتړه برخمنې دي ، د خداي د آسماني کتاب  د مفاهیمو د حفظ،یادونې او درک کونې له لارې له قرآن کریمه  د ملاتړ لپاره یو ځاي دی.

د یادولو وړ ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت د  نماینده په توګه د تهران پوهنتون د عربی ژبې او ادبیاتو د څانګې محصیله  او د ټول قرآن کریم حافظه میرمن زهرا عباسي  په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده دغه نړیوالې سیالۍ  به د فرورۍ تر ۲۲نیټې پنجشنبې ورځې پورې دوام ولري.

آغاز به کار هجدهمین دوره مسابقات بین‌المللی قرآن بانوان در اردن + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4200453  

captcha